وروستي خبرونه

ښکېل لوري دې یا اوربند او یا هم روان مذاکرات لغوه اعلان کړي

74

په داسې حال کې له نږدې دوه نیمو میاشتو راهیسې په دوحه کې د افغان دولت او طالب پلاوو ترمنځ د افغان سولې په تړاو خبرې روانې دي، ورسره هممهاله هېواد کې د جګړو شدت خلک اندېښمن کړي

کابل کې د آزادۍ غورځنګ غړي وايي افغانان له جګړې ستړي شوي او له ښکېلو غاړو غواړي، چې یادې ژر تر ژره اوبند اعلان او یادې هم روان مذاکرات لغوه کړي. دوی وایي د ورځې سلګونه افغانان د سولې په تمه وژل کېږي په خبره یې هېواد کې روان تاوتریخوالی نور دوی ته منلو نه دی، افغانان په سوله کې ژوند غواړي. وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان کابل کې ولسمشر غني ته ډاډ ورکړ چې د سولې روان بهیر او تاوتریخوالي کمښت کې به پوره مرسته کوي

ګڼ شمېر افغانانان د افغانستان پروړاندې د پاکستان سیاست له فرېبه ډک بولي. کابل کې د ازادۍ غورځنګ غړي وایي، دوحه کې له میاشتو راهیسې ټکنۍ خبرې رواني دي، خو تر اوسه یې څرګنده پایله نه ده ورکړې او ورسره هم مهاله هیواد کې جګړې زور اخیستی، چې له امله یې د امنیتي ځواکونو ترڅنګ هره ورځ لسګونه ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکوي

د دوی په خبره ښکیل لوري دې یا اوربند اعلان او یادې هم د سولې روانې بې برخلیکه خبرې لغوه اعلان کړي. د دې غورځنګ غړي، دې ورستیو کې د یو شمېر خبریالانو وژنه او لویو بریدونو ته په اشاره زیاتوي، چې سولې ته د رسیدو په تمه هره ورځ سلګونه افغانان وژل کیږي، اما مذکره کوونکې ټیمونه یواځې د شخصي ګټو لپاره دوحه کې ناست او نه غواړي، چې دغه بهیر بریالی شي

دوی په افغان حکومت نیوکه کوي، چې پرته له ضمانته یې زرګونه آزاد کړل چې په وینا یې اوس هغوی هم افغان وژنې ته مخه کړې او د افغان حکومت پر وړاندې جنګیږي. د یاد غورځنګ غړي په داسې مهال له ښکېلو غاړو د اوربند او تاوتریخوالي کمښت غوښتنه کوي، چې تازه وسله والو طالبانو د بدخشان پر مایمۍ ولسوالۍ برید کړی او په کې د ولسوالۍ د امنیه قومندان، امنیت امر او جنايي امر په ګډون ۲۵ سرتېري وژلي دي

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد برید منلی او ویلي یې دي، چې افغان ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده

میوند سالارزی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008