وروستي خبرونه

پولیسو په هرات کې تر زرو زیات موټر سایکلونه راټول کړي

73

د هرات امنیه قومندانۍ مسؤولین وايي، په دې ولایت کې د ترور او غلاوو د مخنیوي په موخه تر زرو زیات موټرسایکلونه چې قانوني اسناد یې نه لرل او یا یې هم دوه سورلۍ لېږدولې، د پولیسو لخوا درول شوي او د ټرافیکو مدیریت ته انتقال شوې

د هرات اوسېدونکي د پولیسو له دې کار څخه خوښ دي او وايي، چې د ښاري امنیت د ښه کېدو په موخه دې حکومت ورته نور کارونه هم وکړي. په داسې حال کې د هرات پولیس پر موټر سایکل د دوو تنو د سپرېدو مخنیوی کوي، چې د نېږدې دوو میاشتو را په دې خوا په دې ولایت کې جنايي پېښي خپل اوج ته رسېدلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008