وروستي خبرونه

پکتیا کې د ۱۶،۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر بزګرانو د اصلاح شویو غنمو د تخمونو د وېشلو لړۍ پیل شوه

72

د پکتیا د کرنې ریاست وایي، دغه تخمونه په مرکز او ولسوالیو کې پر بزګرانو وېشي چې ورسره به د غنمو په حاصلاتو کې پام وړ ښه والی راشي. که څه هم پکتیا وال بزګران د اصلاح شویو غنمو تخمونو ته خوښ دي خو نیوکه کوي چې هر کال دوی ته د غنمو تخمونه په خپل وخت نه ورکول کېږي

پکتیا کې د کرنې ریاست له لوري د دغه ولایت بزګرانو ته د ۳۲۶ مټریک ټنه د غنمو د اصلاح شوو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه د کرنې ریاست وایي، دغه تخمونه په مرکز او ټولو ۱۴ ولسوالیو کې هغه بزګرانو ته ورکوي چې د غنمو د کرلو لپاره مناسبې ځمکې ولري

پکتیا وال بزګران که څه هم د اصلاح شویو غنمو تخمونو ته خوښ دي خو شکایت کوي چې هر کال دوی ته دغه تخمونه په خپل وخت نه رسېږي د پکتیا اوسېدونکي او د ولایتي شورا ځینې غړي د کرنې ریاست له خدمتونو ناخوښه دي او وایي، دغه ریاست اصلاح شوي تخمونه، کېمیاوي سرې او نور توکي د کلیو ملکانو ته ورکوي چې بزګرانو ته په سم ډول نه رسېږي

د پکتیا په لېرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې هر کال د غنمو ترڅنګ ځینې نورې کروندې هم د طبعی افتونو او ناروغیو له امله زیانمنېږي، بزګران وایي، کرنې ریاست او نورې اړونده ادارې نه دي توانېدلي دغه ستونزو ته د حل لاره ومومي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008