وروستي خبرونه

کابل ته د عمران خان په راتګ سره د هېواد په ځینو ولایتونو کې لاریونونه تر سره شوي

71
 وروسته له هغې چې د پاکستان لومړی وزیر افغانستان ته راغی د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د نوموړي په راتګ سره هېوادوالو غبرګون وښود. د‌ پکتيا او پکتیکا ولايت لسګونو اوسیدونکو کابل ته د پاکستان د لومړي وزير د سفر او د افغانستان په وړاندې د هغه هېواد د روان سياست پر ضد لاريون کړی دی. لاريون کوونکو د ياد هيواد له مشرانو غوښتنه کړې، چې د سولې برخه کې له افغان حکومت سره رښتينې همکاري وکړي.

دوی همدا راز کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان راتګ نمايشي بولي او په افغان ولسمشر يې غږ کړی، چې له ياد هيواده د سولې په برخه کې رښتينې همکاري وغواړي. کابل ته د پاکستان د لومړي وزير عمران خان له راتګ سره هم مهاله په پکتيا کې لسګونه کسانو د يوه لاريون په ترڅ کې د دغه سفر غندنه وکړه لاریون کوونکو د‌ سولې په برخه کې د پاکستاني حکومت د دوه مخي سياست پر ضد هم شعارونه ورکول.دوی د عمران خان سفر کابل ته نمايشي وباله او وايي، تر څو چې یاد هیواد د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه او د ترهګرو ملاتړ پرې نږدي، دا ډول سفرونه ګټور نه دي. دوی همداراز له افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د پاکستان په دوه مخي سیاست او پالیسۍ باندې ونه غولیږي. د پکتیکا ولسونه هم د عمران خان د راتګ په غبرګون کې وايي، چې د افغانستان په څلوېښت کلنه جګړه کې پاکستان لوی لاس لري
دوی وايي پاکستان کولی شي طالبان دې ته وهڅوي، تر څو افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسوي او طالبان یو دایمي اروبند ته غاړه کېږدي. د پاکستان صدراعظم عمران خان په داسې حال کې افغانستان ته په رسمي سفر راځي، چې د قطر هېواد په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې روانې هڅې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008