وروستي خبرونه

خوستوالو د یوه لاریون په ترڅ کې د پاکستان دوه مخي سیاست پر وړاندې غبرګون وښود

70

سلګونه خوستوالو د عمران خان په راتګ سره د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتر او د پاکستاني ریاست پر ضد لاریون ترسره کړ، دوی پاکستان د پښتنو قاتل هېواد یاد کړ او ویل يې چې د خپلو ګټو په خاطر له پښتون وژنې لاس نه اخلي

دوی د خپلو هېوادوالو په ملاتړ په یو غږ شعارونه ورکول او پاکستان حکومت یې د تروریستي ډلو ملاتړ کوونکی یاد کړ، ځکه چې پاکستان تروریست حکومت دی او د پښتنو د ځپلو لپاره له هر ډول دسیسې کار اخلي. په خوست کې د پاکستان صدراعظم عمران خان پر ضد او د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ په داسې حال کې لاریون ترسره کېږي، چې تمه ده، د پاکستان او افغانستان اړیکې به ښې او عمران خان به د افغان سولې په راوستلو کې کلکې ژمنې ترسره کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008