وروستي خبرونه

زلمی خلیلزاد دې نوي حکومت کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي

68

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر جو بايډن د بهرنۍ پالیسۍ ټيم پر دې ټینګار کوي چې باید د زلمي خلیلزاد ماموریت ادامه ولري او په افغانستان کې دې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه کړل شي. په دې اړه بیا یو شمېر افغان شنونکو ویلي دي بایډن له افغانستان د سرتېرو د ایستلو ملاتړی دی خو هغه به په دې کار کې د ټرمپ په څېر بېړنی نه وي

د سرچینې په خبره افغان جګړه به د خبرو له لارې حل کېږي خو ښایي د ټرمپ او بایډن د تګلارې ترمنځ تفاوتونه هم وي. سرچینه کاږي زلمی خلیلزاد به خپلو هڅو او دندې ته ادامه ورکوي خو د دې احتمال شته چې په مسوولیتونو کې یې ګڼ بدلونونه راشي

دا په داسې مهال ده چې له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د افغان او طالب پلاوو د تماس ډلو ترمنځ دوحه کې د اجنډا پر سر بحثونه روان دي خو لا تر اوسه کومې مثبتې پایلې ته نه دي رسېدلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008