وروستي خبرونه

اسټرالیایي ځواکونو افغانستان کې ۳۹ بې ګناه ملکیان په قصدي ډول وژلي دي

67

د اسټرالیا دفاع وزارت موندنې وايي، کره شواهد په لاس ورغلي چې ښيي د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو د افغان جګړې پر مهال ۳۹ افغان ولسي وګړي وژلي دي

د اسټرالیا دفاع وزارت افغان جګړه کې د خپلو سرتېرو د څلورو کلونو ناسم چلن د پلټنې په پایله کې دغه موندنې خپرې کړې دي. دغه پلټنه کې ۷۵ پېښې ارزول شوې او هم له۳ سوو ډېرو شاهدانو سره خبرې شوې دي. د اسټرالیا دفاع وزارت لوی درستیز انګوس کمپبل وايي، دې رپوټ کې د ځینې ځواکونو د جګړې کلتور شرموونکی ریکارډ په ګوته شوی دی

په دغه رپورټ کې ویل شوي چې ۳۹ افغان بندیان، بزګر او ملکي وګړي په غیر قانوني ډول د ۲۵ سرتېرو له خوا وژل شوي دي. کمپبل په خبره، رپوټ وايي، د اسټرالیا د هوايي ځواک ۲۵ سرتېري د داسې کسانو وژلو کې ښکېل دي چې یو هم د جګړې ډګر کې ښکېل نه و. د نوموړي په خبره، دغو پوځیانو قانون مات کړی دی او دا موندنې له پوځي چلند او مسلکي اصولو لویه سرغړونه ده او د ملکي وګړو بې قانونه وژل د منلو نه دي: همداراز ولسمشرۍ دفتر وايي، د اسټرالیا لومړي وزیر سکاټ مورېسن له افغان ولسمشر سره ټلیفوني خبرو کې او د دې رپوټ د موندنو په تړاو خپله خواشیني ښودلې ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008