وروستي خبرونه

افغان حکومت ادعا کوي چې د طالبانو په بریدونو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي

66

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، په تېرو شپږو میاشتو کې د طالبانو په ځانمرګو، موټر بم بریدونو او ماین چاودونو کې ۱۲۱۰ ملکي وګړي وژل شوي دي

ارین وایي، په دې موده کې طالبانو ۵۳ ځانمرګي بریدونه ترسره کړي او ۱۲۵۰ کړۍ ماینونو ته یې چاودنې ورکړې دي. د هغه په خبره ، په یادو ترهګریزو پېښو کې نږدې ۲۵۰۰ ملکي وګړي ټپیان شوي هم دي

که څه هم هیله دا وه، چې په دوحه کې به د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې تر هوکړې وروسته تاوتریخوالی کم شي، خو وسلوالو طالبانو د تمو خلاف وسلوالو بریدونو او تاوتریخوالي ته زور ورکړی دی. طالبانو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت د دې ادعا په غبرګون کې رسنیو ته څه نه دي ویلي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008