وروستي خبرونه

لوګر کې د ۷۰۲ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۷ بېلابېلې ټولګټې پروژې ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې

63

د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، دغه پروژو کې د کلیوالي اوبو رسونې شبکې، سړکونه او داسې نور شامل دي چې مرکز پل علم او ځینو ولسوالیو کې پلې شوي دي

د لوګر اوسېدونکي او ولایتي شورا که څه هم یادې پروژې ګټورې بولي خو نیوکه کوي چې په متوازن ډول نه دي پلي شوي. ولایتي اداره وایي، راتلونکی کال به دغه ولایت کې د نورو سلګونه پرمختیایي پروژو چارې هم پیل شي د لوګر اوسېدونکي او ولایتي شورا نیوکه کوي چې یادې پروژې د لوګر په ټولو سیمو کې په متوازن ډول نه دي پلي شوي، دوی وایي، سره له دې چې د دغه ولایت لېرې پرتې سیمې او ولسوالۍ د بیارغونې پروژو ته سخته اړتیا لري خو دولت د پروژو د پلې کېدو په وخت کې ډېر تمرکز په مرکزي سیمو کوي

د لوګر ځينې نور اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي د یادو پروژو پلي کېدو ته خوښ دي خو وایي، د پروژو په پلي کېدو کې فساد او هره پروژه کې طالبانو ته فیصدي ورکول د پروژو پر کیفیت اغېز کړی د لوګر په مرکز او شاوخوا ولسوالیو کې داسې مهال د بیارغونې سلګونه پروژې پلې کېږي چې د دغه ولایت لېرې پرتې، خروار، څرخ او ازره هغه ولسوالۍ دي چې له یو شمېر ښوونځیو پرته پکې نورې د پام وړ پروژې نه دي پلي شوي. د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست وایي، دا مهال بېلابېلو برخو کې د ۳۸۰ پروژو چارې روانې دي او راتلونکی کال به د ۱۲۳ نورو هغو چارې هم پیل شي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008