وروستي خبرونه

د سولې روان ټکنی حالات د اندېښنې وړ دی

62

د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي د سولې روان ټکنی بهیر اندېښمنوونکی دی، په وینا یې د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ ناستې هم کمرنګې شوي او هېواد کې په شدت د تاوتریخوالي ډېرښت هغه څه دي، چې افغانان یې سولې راتګ ته ناهیلي کړي

د ولسي جرګې دغو وکیلانو چې کابل کې د جمهوریت څخه د دفاع په نوم ۴۰ کسیز ټیم اعلان کړ وویل چې دوی به د سولې په روان بهیر کې خپل مهم رول ولوبوي او د حکومت او پارلمان ترمنځ رامنځته شوې بې باوري به له منځه یوسي

په داسې حال کې چې څه د پاسه دوو میاشتو راهیسې دوحه کې د افغان او طالب مذاکراتي پلاوو د تماس ډولو تر منځ د اجنډا پر سر جنجالونه روان دي ور سره هم مهاله هېواد کې د تاوتریخوالي شدت خلک اندېښمن کړي. تازه کابل کې د ولسي جرګې ۴۰ غړو له جمهوریت څخه د دفاع تر عنوان لاندې یو ټیم رامنځته کړ چې په حکومت او ولسي جرګه کې د ستونزو حل په موخه به هڅې کوي، د دغه ټیم غړي وایي هېواد کې روان تاوتریخوالي دوی اندېښمن کړي، په خبره یې د سولې روان دغه ټکنی حالات د اندېښنې وړ دی

همداراز د دغه ټیم یو شمېر غړي وایي چې دوی به د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ رامنځته شوې د بې باورۍ فضا له منځه یوسي او په یو غږ به د سولې تر څنګ د ملي ګټو لپاره کار کوي. دا په داسې مهال ده چې په خواله رسنیو کې ډیری شمېر خلک د ولسي جرګې ګڼ شمېر غړي تورنوي چې دوی د ملي ګټو پر ځای شخصي ګټو ته کار کوي او د ولس په غم کې نه دي

میوند سالارزی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008