وروستي خبرونه

په افغانستان کې له ۴ میلیونه ډېر بې سرپرسته ماشومان له جدي خطر سره مخ دي

د کار او ټولنیزو چارو نوماند وزیر ولسي جرګې ته د خپلې تګلارې وړاندې کېدو پر مهال وویل، له ۴ میلیونه ډېر بې سرپرسته، روږدي، بې وزله او معلول ماشومان له خطر سره لاس او ګریوان دي

بشیر احمد تینج زیاتوي، چې دمګړۍ په دولتي او خصوصي روزنتونونو کې نږدې لس زره بې سرپرسته ماشومان ساتل کېږي، چې د باور رايې په خپلولو سره به دې برخه کې لا ډېر کار وکړي. د حج او اوقافو نوماند وزیر وايي، که د باور رايه خپله کړي، نو نه یواځې زندانونه به د ترهګرۍ پر ځای پر اصلاحي مرکزونو بدل کړي او حج ته د تلو په برخه کې به د اسانتیاوو برابرولو سربېره د حج سهم د اړتیا په اساس ډېر کړي

ولسي جرګې ته د کار او ټولنیزو چارو نوماند وزیر بشیر احمد تینج ، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ نوماند وزیر معصومه خاوري، د سوداګرۍ او صنایع نوماند وزیر نثار احمد غوریاني او د حج او اوقافو نوماند وزیر محمد قاسم حلیمي خپل کاري پلانونه وړاندې کړل. د کار او ټولنیزو چارو نوماند وزیر بشیر احمد تینج د خپل کاري پلان وړاندې کولو په لړ کې وویل، په افغانستان کې له ۴ میلیونه ډېر بې سرپرسته ماشومان له جدي خطر سره مخ دي. تینج دمګړۍ په دولتي او خصوصي ۷۱ روزنتونونو کې له ۹ زرو ډېر بې سرپرسته ماشومان ساتل کېږي، چې د باور رايې په اخیستو سره به نه یواځې ۱۵ نور روزنتونونه جوړکړي، بلکې په بېلابېلو برخو کې به د کار زمېنه هم ورته برابره کړي

د حج او اوقافو نوماند وزیر محمد قاسم حلیمي زیاتوي، چې حج ته د تلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کول، د زندانونو پر اصلاحي مرکزونو بدلول، د فساد سره مبارزه، ژور اصلاحات او د حج سهم ډېرول يې د خپلې تګلارې لومړیتوبونه دي

د کابینې لس نوماند وزیرانو تر اوسه ولسي جرګې ته خپل کاري پلانونه وړاندې کړې، چې ټاکل شوې د راتلونکې شنبې په ورځ ورته د باور رايې صندوقونه کېښودل شي او د پاتې نورو نوماند وزیرانو، چې اسنادونه يې تر څېړلو لاندې دي د اسنادو تر بشپړېدو وروسته به خپلې کاري تګلارې جرګې ته وړاندې کړي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008