د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ۲۰۰۰ سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر په رسمي توګه له افغانستانه د خپلو سرتېرو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه. کریسټوفر مېلر په خبري غونډه کې ویلي چې له ناټو سازمان او پنټاګون سره يې خبرې کړي او له ټولو نظامي چارواکو سره پر دې هوکړې ته رسېدلي چې په افغانستان کې د سرتېرو د کمولو لپاره د ټرمپ امر عملي کړي
مېلر زیاته کړې چې په ډېر دقت سره به له افغانستان او عراق څخه خپل سرتېري وباسي. د پنټاګون اوسني مشر ویلي په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر د راتلونکي کال د جنورۍ تر ۱۵مې پورې تر ۲۵۰۰ کسانو راښکته کړي. هغه ویلي دا د امریکايي چارواکو او امریکايي وګړو غوښتنه ده او دوی نه غواړي چې د امریکا اوږدې جګړې تر دې ډېر دوام وکړي
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر دغه راز وایي دوی د ترهګرۍ پر ضد بریالۍ مبارزه کړې ده او په خبره یې اوس هم که اړتیا پېښه شي نو په چټکه توګه یې سرتېري د وضعیت د کنټرول لپاره افغانستان یا عراق ته لېږلی شي. ټرمپ داسې مهال له افغانستانه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کوي چې جوبایډن د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو ګټونکۍ اعلان شو