وروستي خبرونه

د طالبانو هغه پلانونه، چې د ځینو ولایتونو سقوط په اړه يې لرل افغان ځواکونو شنډ کړي دي

58

د ملي دفاع نوماند وزیر ولسي جرګې ته د کاري پلان د وړاندې کېدو پرمهال وویل، هېڅ نښه نه لیدل کېږي، چې ټول بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي، بلکې افغان ځواکونه دمګړۍ ۹۶ سلنه عملیات پرته له بهرنیو ځواکونو ترسره کوي

اسدالله خالد وايي، طالبان د سولې مذاکراتو کې رېښتېنې نه دي او د تاوتریخوالي ډېرښت ترڅنګ يې پلان درلود، چې د ډېرو امتیازاتو ترلاسه کېدو لپاره ځیني ولایتونه سقوط کړي، خو ناکام شوي. د عدليې نوماند وزیر د خپلې کاري تګلارې د وړاندې کولو په لړ کې زیاته کړه، چې په افغانستانه کې د انساني قاچاق نه مخنیوي له امله به نړیواله ټولنه پر افغانستان خپلې مرستې بندې کړي. ولسي جرګې ته د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد، عدليې نوماند وزیر فضل احمد معنوي او د لوړو زده کړو نوماند وزیر عباس بصیر خپل کاري پلانونه وړاندې کړل

د ملي دفاع نوماند وزیر اسدالله خالد وايي، طالبانو د سولې خبرو سره سم نه یواځې تاوتریخوالی ډېر کړی، بلکې پلان يې درلود، چې مذاکراتو کې د لوړو امتیازونو اخیستو په موخه هلمند، کندهار او غزني ولایتونه سقوط کړي، خو افغان ځواکونو يې دغه پلانونه شنډ کړي

د خالد په وینا په روان کال کې يې ۹ ولسوالۍ، چې د طالبانو په لاس کې وې نیولي او ۷ سوه بندیان، چې نظامي او ملکي ول د طالبانو له بند خونو ازاد کړي دي. خالد زیاتوي، هېڅ داسې نښه نشته، چې په بشپړ توګه دې بهرني سرتېري له افغانستانه ووځي که وځي هم افغان ځواکونه بشپړ چمتوالی لري او په خبره يې دمګړۍ افغان ځواکونه ۹۶ سلنه عملیات، چې ۳۶ يې ځمکني دي په خپلواکه توګه ترسره کوي، چې یواځې ۴ سلنه يې بهرني ځواکونه کوي. د عدليې نوماند وزیر فضل احمد معنوي د خپلې کاري کړنلارې د وړاندې کولو پرمهال وویل، په افغانستان کې انساني قاچاق د اندېښنې وړ موضوع ده او که يې مخه ونه نیول شي، نو نړیواله ټولنه به افغانستان سره خپلې مرستې قطع کړي

د لوړو زده کړو نوماند وزیر عباس بصیر بیا د خیالي استادانو او زده کړیالانو مخنیوي لپاره د ټولو پوهنتونو سیستمونو برېښنايي کول، د لوړو زده کړو کیفیت ښه والی او پوهنتونونو ته د کانکور آزموېنې له لارې د زده کړیالانو زیات جذب خپل لومړیتوبونه بولي. د ملي دفاع وزیر داسې مهال د طالبانو له لوري د ولایتونو د سقوط پلانونو شنډېدو خبره کوي، چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد زیاتوي، د تېرو کلونو په پرتله يې جګړې کمې کړي او په لویو ښارونو يې بریدونه درولي دي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008