وروستي خبرونه

ایران کې بیاځلې د کورونا ویروس د مخنیوي په موخه پر فعالیتونو بندیزونه لګول کېږي

56

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه هېواد کې یو ځل بیا د کورونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوي دي، چې ورسره هم مهاله د دغه هېواد حکومت اعلان کړی څو د دغه ویروس د مخنیوي لپاره د شنبې له ورځې د تهران په ګډون د هېواد په ښارونو کې پر فعالیتونو بندیز ولګوي

له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د ایران ملي کمېټې ویلي، د 150 ښارونو د دوه اوونیزې ټولبندۍ په جریان کې به یوازې د خوراکي موادو پلورنځي، نانوایانې، روغتونونه، او درملتونونه پرانیستي وي. راپورونو زیاته کړې د دغه هېواد د رسمې شمېر له مخې له څو ورځو راهیسې له 13 زرو نه ډېرې د کورونا ویروس مثبتې پېښې ثبتیږي، چې له ډلې یې 450 تنه خپل ژوند له لاسه ورکوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008