وروستي خبرونه

امریکایي سناتورانو له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل له شرمه ډک او خطرناک عمل بللی

52

امریکایي سناتورانو له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل له شرمه ډک او خطرناک عمل بللی او په وینا یې امریکا او متحدین به یې له سترګواښ سره مخ کړي. مک کانل چې د امریکا په سنا کې د اکثریت سناتورانو مشري پر غاړه لري، له افغانستان څخه د ټولو امریکایي ځواکونو ایستلو په تړاو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي، چې له خپلې پریکړې لاس په سر شي

نوموړي، مخکې د جنګ له ختمېدو له افغانستان څخه په بېړه د سرتېرو ایستل خطرناک او له شرمه ډک عملی بللی او په وینا یې په دې سره به افغانستان هم د عراق په څېر د نورو ترهګرو ډلو په پټن ځای بدل شي او دغه چاره امریکا او متحدین به یې له سترګواښ سره مخ کړي. کانل هیله ښوودلې، چې امریکا دې د افغانستان مسله عادي ونه ګڼي او حالاتو ته په کتو په مناسب وخت که له افغانستان څخه خپل سرتېري بهر کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دفاع نوي سرپرست وزیر هم څو ورځې وړاندې ویلي وو، هغه وخت را رسیدلی، چې په افغانستان کې جګړه ختمه او خپل سرتېري کورنو ته واستوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008