وروستي خبرونه

ښايي ټرمپ د واک پای ته رسېدو څخه پنځه ورځې مخکې ټول سرتېري له افغانستانه وباسي

51

د وروستیو راپورونو له مخې ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په راتلونکو څو ورځو کې له افغانستانه د خپلو ټولو سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي. څو ورځې وړاندې د امریکا دفاع وزارت کې ځينو سرچینو ویلي وو، چې د ولسمشر ټرمپ فرمان ته منتظر دي او چې کله هم فرمان صادر کړي، نو دوی پوره چمتو دي، چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي

د ځینو سرچینو له مخې ډونالډ ټرمپ یاد فرمان صادر کړی او تر دې دمه یې پنټاګون ته نه دی سپارلی. همداراز ناټو سازمان هم ویلي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړي. د رسنیو د راپورونو له مخې د ناټو ځینو چارواکو ویلي دغه سازمان غواړي چې د امریکا له وتلو سره ههم مهاله په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کم کړي. دغه سرچینې ویلي چې ناټو سازمان به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۱۵۰۰ یا ۲۰۰۰ کسانو پورې راښکته کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008