کابل ته د سوداګرۍ د پیاوړتیا په موخه راغلی پاکستانی پلاوی لا هم له افغان چارواکو سره پر خبرو بوخت دی
د راپورونو له مخې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکار عبدالرازق داود په مشرۍ کابل ته راغلی پلاوی له افغان چارواکو سره د سوداګرۍ پر ګډې همکارۍ، د سوداګریزو مسایلو پر وړاندې شته ستونزو، ګډې پانګونې، د پانګونې فرصتونو او د سوداګرۍ په برخه کې د خنډونو پر لمنځه وړلو خبرې کوي
همداراز په دغو لیدنو کې به دواړه خواوې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ ـ راتګ په برخه کې پر اسانتیا راوستلو هم بحثونه او خبرې وکړي. دا په داسې مهال ده چې له دې وړاندې افغان پلاوي هم په پاکستان کې له ګڼ شمېر پاکستاني سوداګرو او چارواکو سره پر سوداګرۍ خبرې کړې وې