وروستي خبرونه

ټولې نړۍ ته څرګنده ده، چې ترهګر چېرته دي او څوک یې ملاتړ کوي

48

د هند بهرنیو چارو وزارت وايي ټولې نړۍ ته معلومه ده چې ترهګر چېرته دي او څوک یې ملاتړ کوي، نوموړی زیاتوي، چې هند د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي او په دې اړه د پاکستان ادعا بې بنسټه ده

د هند د بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي، چې پاکستان هر چا ته معلوم دی او د ترهګرو ډلو ساتلو کې اوږده مخینه لري. دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کړې وه، چې هند د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي، چې افغان حکومت د پاکستان دا ادعا رد کړه او له ملګرو ملتونو یې د دې خبرې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008