وروستي خبرونه

دوحه کې د کړنلارې پرسر بحثونه دوام لري، خو نوی پرمختګ په کې نه تر سترګو کېږي

45

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د مذاکره کوونکو ټیمونو ترمنځ د تګلارې پرسر بحثونه روان دي، خو په کې نوی پرمختګ نه دی شوی

مشرانو جرګه هم دوحه کې له پرمختګونو پرته مذاکراتو ناهیلې کړې او له پاکستانه غواړي، چې په افغانستان کې د جګړې پای او سولې تامین لپاره رېښتېنې مرسته وکړي. د بهرنیو چارو وزرات زیاتوي، چې عمران خان به روانه اوونۍ کې له افغان چاروکو سره پر افغان سولې، امنیتي وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړي

په قطر کې د سولې رسمي بین الافغاني مذاکراتو د پیل په موخه تر شاوخوا دوه میاشتني ځنډ وروسته لا هم دواړه پلاوي د کړنلارې پرسر جدي اختلافات لري، چې له امله یې د سولې پروسه له خنډ سره مخ شوې ده. قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ وايي، د مرکچي پلاوو ترمنځ د تګلارې پرسر لا هم خبرې – اترې دوام لري، خو کوم نوی پرمختګ په کې نه تر سترګو کېږي

د مشرانو جرګې غړي هم قطر کې روانو اوږدو بحثونو سولې ته ناهیلي کړي او له حکومته غواړي، چې په مرکچي پلاوي کې بدلون راولي او په ټیم کې ملي شخصیتونو ته ځای ورکړي، ترڅو روان مذاکرات مثبته پایله ورکړي. د بهرنیو چارو وزرات ویاند ګران هېواد په وینا د روانې اوونۍ په لړ کې به افغانستان د عمران خان کوربه وي او نوموړی به له افغان چاروکو په لیدو – کتو کې پر افغان سولې، امنیتي وضعیت او ځینو نورو مهمو مسایلو خبرې وکړي. سناتوران افغانستان ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان راتګ او د سولې پروسه کې يې مرستې ته د شک پر سترګه ګوري، خو هیله څرګندوي، چې پاکستان افغانستان کې د جګړې پای ته رسېدو او سولې تامین لپاره د عمل په ډګر کې ګام واخلي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به روانه اوونۍ د ولسمشر اشرف غني د تېرې میاشتې له بلنې سره سم افغانستان ته سفر وکړي، چې پر افغان سولې، امنیتي وضعیت، اقتصاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ به بحثونه وکړي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008