د سیمه ییزې حکومتولۍ په چارو کې د رونټیا رامنځته کولو په موخه نوې کړنلارې جوړې شوي
د سیمه ییزو ارګانونو اداره غواړي، چې په ټولو ولایتونو کې د سیمه ییزې حکومتولۍ د ملکي چارو تنظیم د ښه والي په موخه دوه کړنلارې جوړې کړي چې د ولایتي او ولسولیو ادارو لپاره دي
د مسوولینو په خبره له دې وړاندې اداري سیستم ځینې ستونزي درلودې چې اداري کار کوونکي د اړیکو په اساس معرفي کیدل او په وینا یې یواځې دېرش سلنه ولسوالان په روڼ ډول معرفي شوي او پاتې نور ټول د راوبطو په اساس معرفي شوي دي. د دوی په خبره د یادې کړنلارې په عملي کولو سره به د سرپرستي قانون له منځه لاړ شي او محلي حکومتولۍ کې به یو نوی باب رامنځته شي
افغان حکومت له یوې لسیزې را په دېخوا هڅې پیل کړي چې د ښې حکومتولۍ په برخه اړین اقدامات ترسره کړي، خو هڅې یې بریالۍ نه وې. د سمیه ییزو ارګانو اداره په دې وتوانیده چې د سیمه ییزې حکومتولۍ پالیسۍ په ډګر کې د راتلونکو لسو کلونو لپاره د اصلاحاتو راوستو په برخه کې کړنلاره رامنځته کړي. د یادې ادارې مسوولینو په خبره، دوی په دو برخو کې کړنلارې برابرې کړي چې د ولایتي او ولسوالیو ادارو کړنلارې دي او له دې وروسته به په ټولو ولایتي ادارو کې پلي کېږي
په ورته مهال ولایتي مسولین هم په اداراتو کې د ستونزو شتون مني، خو زیاتوي، چې د نوې کړنلارې په عملي کېدو سره به شته ستونزې هوارې شي. د یادونې وړ ده چې د ټولو ولایتونو مسوولین به کابل کې پنځه ورځې پر هغو کړنلارو کار کوي، چې په هغې کې به د ټولو ولایتي کار کوونکو صلاحیتونه روښانه شي
وسیم تلاش