وروستي خبرونه

وروستیو ورښتونو کابل ښاریان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي

وروسته له هغه چې تېره ورځ کابل کې باران او د روان کال لوړه واوره وشوه، په داسې حال کې، چې خلک تر ډېره ورته خوښ ښکاري خو د کابل ښاریان په ګڼ شمېر سیمو کې د اوبو راټولېدنې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي

د کابل یوشمېر ښاریان وايي، د اوبو راټولېدنه د ښار په کچه د ګڼې – ګوڼې سبب شوی او خلک یې د تګ را تګ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخ کړي، د دوی په وینا حکومت تر دې دمه د دې ستونزې د حل لپاره اقدام نه دی کړی

. د کابل ښاروالۍ وایي، چې دې ادارې د یخنۍ فصل له را رسېدو مخکې د اوبو د را ټولیدنې مخنیوي لپاره لومړنۍ، لنډمهاله او اوږد مهاله طرحې په پلان کې لري. د دې اداره په خبره د ښاري کانالیزاسیون ریاست باید د دې ستونزې د حل لپاره معیاري کار وکړي. دوی له ښاریانو غواړي، چې د سړکونو غاړو د ویالو له بندښت څخه ډډه و کړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008