وروستي خبرونه

د القاعده شبکې یو مهم غړی د اسراییلي استخباراتو له لوري وژل شوی

38

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي استخباراتو د القاعده شبکې یو مهم غړی د امریکا په نیابت په تهران کې وژلی دی. راپورونو زیاته کړې، د القاعده دغه مشر په ۱۹۹۸ میلادي کال کې په افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتونو د خونړیو بریدونو په طرحه کولو تورن وو

نیویارک ټایمز د استخباراتي سرچینو په حواله لیکلي، چې المصري د امریکا په غوښتنه د اسراییلي استخباراتو له خوا وژل شوی دی. بلخوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت په دې تړاو غبرګون ښودلی دی او د امریکایي رسنیو دغه ادعا یې رد کړې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي د امریکایي رسنیو هغه راپورونه بې بنسټه دي چې وایي د القاعده یو مهم غړی په تهران کې وژلی دی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008