وروستي خبرونه

د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او باید د خوندیتوب لپاره يې عملي اقدام وشي

36

د افغانستان د ژورنالېستانو شورا د خبریالانو پر وړاندې شته تاوتریخوالي اندېښمنه کړې او وايي، چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لپاره هېڅ عملي کار نه دی شوی

خبریالان هم دې وضعیت اندېښمن کړي او حکومت او د رسنیو ملاتړي بنسټونه د دوی په امنیت خوندیتوب کې په بې پروايي تورنوي. لويه څارنوالي زیاتوي، د خبریالانو د دوسیو په څېړلو کې جدي دي او ۷۲ دوسیې يې څېړلي، چې په کې د قتل او اختیطاف دوسيې شاملې دي. په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي او کابل کې د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند یما سیاوش له وژل کېدو وروسته د خبریالانو پر وړاندې شته تاوتریخوالي د رسنیو کارکوونکي او خبریالان اندېښمن کړي دي

خبریالان وايي، د دوی او رسنیو کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرښت پرې کاري فضا تنګه کړې او باید حکومت او د رسنیو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو امنیت ته جدي پاملرنه وکړي. د افغانستان د ژورنالېستانو شورا مسوولین زیاتوي، بدبختانه حکومت نه یواځې د خبریالانو پر وړاندې روان تاوتریخوالي او امنیت خوندیتوب ته پام نه دی کړی، بلکې د خبریالانو هېڅ دوسیه هم نه ده څېړل شوې. د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي په خبره، د خبریالانو ۷۲ دوسیو ته يې رسېدنه کړې، چې ۳۱ يې په کې د قتل او اختیطاف دي

د رسولي په وینا په دې تړاو يې ځیني کسان هم نیولي او تر تحقیقاتو وروسته په بند او ان په اعدام محکوم شوي دي. د ازادو رسنیو د ملاتړي ادارې یا نی هم په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د خبریالانو په ژوند خوندیتوب کې لا هم اندېښنې پر خپل ځای دي او حکومت باید د خبریالانو امنیت ته جدي پام وکړي

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دې وروستیو کې د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي وژل کېدل یواځې غندلي او دا کار يې د بیان ازادۍ او د هېواد د رسنیو د دښمنانو کار بللی دی، چې په خبره يې هېڅ کله به د هېواد دښمنان په دې ډول بریدونو سره د بیان ازادۍ غږ چوپ نه کړي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008