هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کویډـ۱۹ ناروغۍ له امله لس تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی
روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتوتو کې د کورونا ویروس ۶۶ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې سره په ټول هېواد کې د کورونا مثبتې پېښې ۴۳ زره او ۳۵ ته ورسېدې، د یاد وزارت په خبره په همدې موده کې لس تنو د یاد ویروس له کبله خپل ژوند له لاس ورکړی، چې په دې سره د مړه شویو کسانو شمېر یو زر او ۶۰۵ تنو ته ورسېد
د یاد وزارت په وینا په همدغې موده کې ۶۶ کسان بېرته رغېدلي او هېواد کې تر دې دمه د بېرته رغېدلو کسانو شمېر ۳۵ زره او ۹۰ تنو ته ورسېد. د روغتیاپالانو په وینا د هوا په سړېدو سره د یاد ویرس پېښې ډېرېږي او په وینا یې هېوادوال باید روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونیسي، تر څو د یاد ویروس د مثبتو پېښو ډېروالي مخنیوی وشي