وروستي خبرونه

د فرانسیې بهرنیو چارو وزیر له پومپیو سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا دې د ځواکونو په ایستلو کې بېړه نه کوي

29

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر، ژان یف لودریان، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په لیدنه کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو نه ایستلو په اړه خبرې کړي. د ځینو سیاسي او ډیپلوماټیکو سرچینو په حواله پمپیو ویلي وو، چې ټول امریکایي پوځیان له عراق څخه وځي، مګر دا چې د عراق حکومت د هغوی پر وړاندې د بریدونو مخه ونیسي

همداراز د امانویل مکرون دفتر ویلي ‌چې مایک پمپیو به د دوشنبې په ورځ له امانیول مکرون سره وګوري. فرانسې ته د پمپيو سفر د هغو سفرونو پيل دی چې په لړ کې به یې ترکیې، ګرجستان، اسراییل، متحده عربي اماراتو، قطر او سعودي عربستان څخه لیدنه وکړي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008