د افغان سولې پروسه د نیابتي جګړو په ډګر بدله شوې
ایشیا ټایمز نشریه وايي، داسې ښکاري، چې د امریکا په منځګړیتوب د سولې پروسه د بهرنیو قدرتونو ترمنځ د نیابتي جګړې په ډګر بدله شوې. د یادې ورځپاڼې په خبره، د امریکایي ځواکونو د وتلو له امله سوله د جګړې په څیر نبابتي شوې او اوس مهال افغانانو ته لازمه ده، چې د نرمښت په ښودلو سره د سولې پروسه په خپله پر مخ یوسي، ځکه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع او ورته نور موضوعات، چې بهرنیانو پورې اړه لري حل شوي او په باور یي، د افغانستان تېر تاریخ ته په کتو هېڅ لوری هم نشي کولای، چې د افغانانو له خوښۍ پرته د هغوی لپاره پرېکړه وکړي
دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جنګ او جګړو زور اخیستی او هره ورځ د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه د مرګ – ژوبلې را پورونه خپریږي