وروستي خبرونه

پښتو ژبې ته دې لیکوالان د نورو ژبو څخه اثار را وژباړي او د پښتو ژبې لرغوني اثار دې انلاین کړي

د سولې مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز مسوولین وايي، یاد مرکز يې د ژباړې او د کتابونو خپرولو په برخه کې د پښتو او دري ژبې د خدمت لپاره رامنځ ته کړی او کولای شي له حکومت سره په ګډه د ژباړې په برخه کې کار وکړي

ځينې لیکوالان بیا وايي، چې څلوېښت کلنې جګړې د پښتو ژبې فرهنګي او ادبي بهیر ته زیان رسولی او پښتو ژبې ته په پوره ډول کار نه دی شوی. همداراز دوی له دولت او نورو اړوندو کلتوري مرکزونو څخه غواړي، چې د پښتو ژبې لرغوني او اوسني اثار انلاین کړي، چې د پیر او پلور لپاره اسانتیا رامنځ ته شي. د سولې مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز مشرتابه په اطلاعاتو کلتور وزارت کې د خپل درې کلن مزل په تړاو غونډه نیولې وه. په دې غونډه کې د هېواد ګڼو شاعرانو، لیکوالانو او دولتي کلتوري چارواکو برخه اخیستې وه

د سولې مطالعاتي، څېړنیز او خپرندوی مرکز چارواکي وايي، چې تر دې دمه یې ۴۰۰ بېلابېل اثار چاپ کړي، همداراز دوی وايي، د پوهنتون او علمي مرکزونو په غوښتنه یې د دوی لپاره اثار چمتو کړي دي. دولتي کلتوري چارواکي وايي، چې پښتو ژبې ته د لا ډېر کار اړتیا ده، نوموړی وايي، چې یوه واحد او معیاري لیکدود ، قاموسونو او د لغتونو مرجع په پښتو ژبه کې یوه لویه تشه ده. ځينې لیکوالان، شاعران او د دولت کلتوري چارواکي وايي، چې څلوېښت کلنې جګړې د افغانستان کلتوري بهیر ته لوی زیان اړولی

همداراز دوی وايي، چې ژباړه هغه ارزښت دی، چې تمدونونه جوړوي او پښتو ژپه له هر څه ډېر ژباړې ته اړتیا لري. په خبره یې ځوانان دې ژباړې ته وهڅول شي او باید ملاتړ یې وشي. د غونډې ګډونوال په حکومت او مشرانو غږ کوي، چې د ځوانو لیکوالانو ملاتړ دې وکړي او نوي نسل ته دې مطالعې لارې چارې برابرې کړي

فضل الرحمن سیرت

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008