وروستي خبرونه

د راتلونکې دوشنبې ورځ به د کابینې نوماند وزیرانو ته د رايې ورکولو لړۍ پیل شي

23

د ولسي جرګې مشر وايي، د لسو نوماند وزیرانو د اسنادو څېړنه بشپړه شوې او سر له راتلونکې اوونۍ به هر ورځ درې – درې نوماند وزیرانو ته د باور رايې ورکونې بهیر پیل شي

وکیلان زیاتوي، چې ټولو نوماند وزیرانو ته دې وروسته له خپلو کاري پلانونو تشریح کولو د رايې ورکونې صندوقونه کېښودل شي، خو یو شمېر نور وايي، هر نوماند وزیر، چې خپل کاري پلان وړاندې کوي، نو په همغې ورځې باید صندوق ورته کېښودل شي. دغه راز د جرګې غړو هېواد کې پر روانې ناامنۍ هم اندېښنه څرګنده کړه او زیاته يې کړه، چې لا هم په هلمند، کندهار او هرات ولایتونو کې د طالبانو لاسته لوېدلې سیمي بېرته نه دي نیول شوې او باید د بېرته نیولو لپاره يې جدي اقدامات وشي. ولسمشر غني شاوخوا شل ورځې وړاندې ولسي جرګې ته خپله نوې کابینه معرفي کړه، ترڅو له ولسي جرګې د باور رایه خپله کړي، خو د دومره مودې په تېرېدو سره لا هم د ټولو نوماند وزیرانو اسناد نه دي څېړل شوي، چې یواځې يې د لسو تنو اسناد بشپړ شوې دي

د ولسي جرګې مشر وايي، د معرفي شویو ۲۴ نوماند وزیرانو له ډلې د لسو اسناد څېړل شوي او سره له راتلونکې دوشنبې ورځې به هر ورځ درې – درې سرپرست وزیرانو ته د باور رايې ورکولو بهیر پیل شي. د وکیلانو په وینا د ټولو نوماند وزیرانو تر پلانونو تشریح کولو وروسته باید د رايې ورکونې لړۍ پیل شي، خو ځیني بیا زیاتوي، چې هر ورځ د نوماند وزیرانو تر کاري پلان وړاندې کولو پسې هم مهاله باید په همغې ورځ صندوق ورته کېښودل شي. په ورته وخت کې وکیلانو پر خراب امنیتي وضعیت هم اندېښنه وښوده او وویل، لا هم په هلمند او کندهار ولایتونو کې وضعیت عادي نه دی او هلته شدېدې جګړې روانې دي، چې باید مرکزي حکومت ورته جدي پاملرنه وکړي

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې له شلو په ډېرو ولایتونو کې د وسلوالو طالبانو له لوري جګړې روانې دي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خبره د تېرو کلونو په پرتله يې جګړې او پر ښارونو لوی بریدونه کم کړي دي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008