وروستي خبرونه

هرا ت کې د پاشدان بند رغنیزې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوي

22

د چارواکو په خبره د یادې سترې پروژې د دیوال او کانال ۸۰ سلنه کارونه مخ ته تللي او دا مهال درې وخته پر یادې پروژې ودانیزې چارې رواني دي. بلخوا د هرات والي وايي، د پاشدان بند د امنیت لپاره یې ځانګړې پاملرنه کړې ده

د اوبو او برېښنا وزارت لخوا د هرات د پاشدان پروژې د رغنیزې برخي مسوول حامد صمد وايي، په تېرو ۱۱ میاشتو کي د هرات پر پاشدان بند د رغېدو چارې ډېرې چټکې شوي، چې د ده په خبره د بند د دیوال او کانال ۸۰ سلنه او په ټولیز ډول د بند ۶۰ سلنه رغنیز کارونه بشپړ شوي او دا مهال په درې شیفټو کې کارونه په چټکۍ سره روان دي. له هغه وروسته چې د یو شمېر کسانو لخوا پر یادې رغنیزې پروژې د نا امنۍ او تهدیداتو خبرې وشوې د هرات والي او ورسره پلاوی د دې پروژې څخه لیدنه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې افغان امنیتي ځواکونه په پوره توان سره د پاشدان بند د رغېدو امنیتي ستونزې له منځه وړي

بلخوا د هرات ولایتي شورا مشر کامران علیزی وايي، حکومت باید د پاشدان بند د رغېدو چاري او امنیت تامین کړي تر څو د هرات ولسونه د دې حیاتي پروژې څخه پر وخت ګټه واخلي. د سیمې اوسېدونکي د پروژې د چټکو کارونو د تر سره کېدو څخه خوشحاله دي، د رغېدونکي شرکت او حکومت څخه غواړي چې پروژه پر وخت ګټې اخیستنې ته وسپاري. د ویلو ده چې د پاشدان د اوبو ستر بند د هرات په کروخ ولسوالۍ کې پروت دی چې د ۱۱۷ ملیونه امریکایې ډالرو په لګښت به د هېوادوال افغان رغنیز شرکت پر مټ ورغول شي

عتیق الله مطمین


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008