
د یاد ولایت د کویډـ۱۹ ناروغانو د روغتون ډاکترانو په اعتراض لاس پورې کړی او وايي، په سختو شرایطو کې یې دنده تر سره کړې؛ خو تنخوا یې نه ورکول کیږې. دوی له حکومت څخه هرڅه ژر د خپلو معاشاتو د ورکړې غوښتنه کوي
دا د هرات ولایت د غوریاني د کویډـ۱۹ روغتون کارکونکي او ډاکتران دي چې د ولایت مقام مخې ته راټول شوي وايي، حکومت یې تر اوسه د یوې میاشتې معاش نه دی ورکړی له دې سره سره چې حکومت پوهیږي، دوی په ډېرو سختو شرایطو کي دنده تر سره کړې
لاریونکوونکي وايي، چې دوه میاشتي کېږی، چې د هرات ولایت مقام دروازه وهي، تر څو یې غږ واوریدل شي او معاش یې ورکړل شي، خو تر اوسه یې د قناعت وړ ځواب نه دی ترلاسه کړی. بلخوا د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، په دې برخه کي ستونزې حل شوي او ډېر ژر به د یادو کسانو معاش ورکړل شي. د ویلو ده، چې دا لومړی ځل نه دی چې په هرات کي د کوید ۱۹ روغتون ډاکتران او کارکونکي د خپل معاش د نه ورکړې له امله اعتراض کوي، بلکې له دې مخکې هم څو ځله دوی اعتراض کړی چې پر وخت یې امتیازات نه ورکول کېږي
عتیق الله مطمین