وروستي خبرونه

ولسي جرګې د ۱۳۹۹ مالي کال منځنۍ بودیجې سند په اکثریت رایو سره رد کړ

7

د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمېسیون وايي، د ۱۳۹۹ هجري شمسي مالي کال منځنۍ بودیجې سند کې ۱۱ میلیارده افغانۍ راغلي، چې په څېړنو سره يې ښودلې، چې ۸ میلیارده افغانۍ واحد عملیاتي ادارې ته ورکړل شوي دي

د جرګې غړو د ۱۳۹۹ مالي کال د منځنۍ بودیجې پر سند تر هر اړخیزو بحثونو وروسته د رایو په اکثریت سره رد کړ. د یادولو ده، چې د ۱۳۹۹ مالي کال ټولټال بودیجه ۴۲۸ میلیارده افغانۍ ده، چې ۲۸۹ میلیارده يې عادي او ۱۳۹ میلیارده افغانۍ يې پراختیايي جوړوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008