نړۍ کې پر کورونا وبا د اخته کسانو شمېر له 50 میلیونو واوښت
د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، نړۍ کې تر دې دمه دمه له 50 میلیونو ډېرې د کرونا وبا مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډله یې یو میلیون او 250 زرو نه ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی
ورته مهال بیا نړیوال څېړنیز بنسټونه وایي، چې په اروپايي هېوادونو کې د کورونا وبا دویمې څپې خورا ستر ګواښونه پېښ کړي دي او تر لومړۍ هغې یې د پراختیا چټکتیا ډېره شوې ده