وروستي خبرونه

افغانستان ته به خپلو صادراتو کې زیاتوالی راولو

5

پاکستان د لومړي وزیر عمران خان سلاکار عبدالرازق وایي، تر راتلونکو کلونو پورې به افغانستان ته خپل صادراتو کې پنځه میلیاده ډالر زیاتوالی راولي. د نوموړي په وینا دوی له افغانستان سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو په برخه کې ټول خنډونه لرې کړي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزې اړیکې خورا پراخې شي

صادق وایي اوس د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کلنۍ ګډې سوداګرۍ کچه پنځه میلیاردو ډالرو ته رسېږي، خو پاکستان غواړي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې یوازې د پاکستان صادرات افغانستان ته پنځه میلیارده ډالره وي. نوموړي د ويزو او تګ راتګ په برخه کې هم د اسانتیا پر راوستلو ټینګار کړی دی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008