عمران خان له جوبایډن سره د افغان سولې په اړه ګډ کار ته چمتووالی ښودلی
د پاکستان لومړي وزیرعمران خان په خپلو تازه پیغامونو کې جوبایډن ته د بریا مبارکي ویلي، له امریکا سره یې د ښو اړیکو لېوالتیا ښودلې او په وینا یې له یاد هېواد سره د پراخو اړیکو غوښتونکي دي
نوموړې زیاته کړې، چې د نورو مسایلو ترڅنګ د افغانستان او سیمې سولې په برخه کې هم له بایډن سره ګډ کار ته چمتو دي. دا په داسې حال کې ده، چې دې وروستیو کې یو ځل بیا د افغان سولې خبرې له نا معلوم برخلیک سره مخ شوي او له نږدې دوو میاشتو خبرو راهیسې لاهم د پام وړ پرمختګ نه ده پکې رامنځته شوی، له دې سره جوخت هېواد کې جنګ جګړو زور اخیستی او د ښکېلو لورو ترڅنګ ملکي وګړو ته هم هره ورځ درنه مرګ – ژوبله اوړي