
تېره شپه جوبایډن د امریکا ۴۶ تم ولسمشر اعلان شو او خپل سر سخت سیال ډونالډ ټرمپ ته یې ماتې ورکړه، یو شمېر شنونکي وایي جوبایډن یو سخت دریزه انسان دی او د ټاکنیزو منډو تړلو پر وخت یې هم د افغانستان په اړه بل ډول څرګندونې کولې نو د جوبایډن بریالي کېدل او له خنډونو سره مخ د افغان سولې روان بهیر د دوی اندېښنې راپورته کړي
دوی وایي جوبایډن د کمپاین پر مهال ویلي و چې په افغانستان کې د ملت جوړونې له ادعا سره جدي مخالفت لري او افغانستان یو پاشلی او نه متحد کېدونکی هېواد دی، چې په خبره یې، د حل یوازېنی لاره یې د فدرالي نظام حاکمیت دی
د کمپیاین پر مهال د جوبایډن دغه ډول څرګندونو او دریځ هېواد کې د خلکو اندېښنې راپارولي او وایي چې د سولې روان بهیر، هېواد کې د جګړو شدت او په داسې حالاتو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د اندېښنې وړ خبره ده
دا په داسې مهال ده چې تېره ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي و چې د افغانستان او امریکا د اړیکو بنسټ د ګډو ګټو درک تشکیلوي او په وینا یې د امریکا ټاکنې که هر نوماند وګټي له افغانستان سره به یې اړیکې او ژمنې پر خپل ځای وي
2 comments
Samiulhaq zadran
November 8, 2020 at 4:46 PM
بايد افغانستان کي يو خپلواکه حکومت جوړي شي
شیرآقاالھام
November 10, 2020 at 1:55 AM
په افغانستان کی حقیقی اسلامی حکومت غواړم