وروستي خبرونه

د ناامنۍ په تړاو د ولسي جرګې ځانګړې ناسته د امنیتي مسولینو په غوښتنه سرې ترسره شوه

 د ولسي جرګې غړي وايي، د امنیتي وضعیت په اړه د جرګې ځانګړې امنیتي ناستې ته د امرالله صالح او حمدالله محب نه حاضرېدل د ولس کور ته سپکاوی دی او باید د دوی ناستې ته ورغلي وای

وکیلان زیاتوي، د کورنیو چارو او دفاع سرپرست وزیران او د ملي امنیت سرپرست رییس بې صلاحیته دي او ټول امنیتي صلاحیتونه د امرالله صالح او حمدالله محب په غاړه دي. د ولسي جرګې ځانګړې امنیتي ناستې ته د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد، کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود انداربي او د ملي امنیت سرپرست رییس احمد ضیا سراج ورغلي وو، چې په غوښتنه يې غونډه په سري ډول ترسره شوه، ترڅو حقیقت ورته روښانه کړي

د ولسي جرګې امنیتي وضعیت په تړاو ځانګړې ناستې ته دفاع سرپرست اسدالله خالد، کورنیو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي او د ملي امنیت سرپرست رییس احمد ضیا سراج ورغلي وو، خو د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نه وو حاضر شوي، چې وکیلان يې غوسه کړي دي. د جرګې غړي وايي، د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د جرګې ځانګړې ناستې ته نه حاضرېدل د ولس کور ته سپکاوی دی او باید غونډې ته ورغلي وای

د وکیلانو په وینا، لومړي مرستیال امرالله صالح ته د کابل امنیت سپارلو سره د کورنیو چارو او دفاع سرپرست وزیرانو او د ملي امنیت سرپرست رییس څخه صلاحیتونه اخیستل شوي او ټول امنیتي صلاحیتونه د امرالله صالح او حمدالله محب په غاړه دي. د ولسي جرګې ځانګړې امنیتي ناسته کې د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد غوښتنه وکړه، چې غونډه سري کړي ځکه په خبره يې، ترڅو د وضعیت په اړه حقیقت ورته په ډاګه کړي. ولسي جرګه داسې مهال د امنیتي وضعیت په تړاو ځانګړې غونډه داېروي، چې په دې وروستیو کې د مرکز کابل په ګډون په څو ولایتونو کې خونړي بریدونه ترسره شول او دمګړۍ له شلو ډېرو ولایتونو کې جګړې روانې دي، چې له امله يې زرګونه خلک ځاني او مالي زیانمن شوي دي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008