کابل کې د پاکستان سفارت دې هر څه ژر د ویزو د وېش شمېر مشخص کړي
د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي د پاکستاني ویزو د اخیستنې پر مهال هره ورځ له یو لک ډالرو زیات رشوت اخیستل کېږي. نوموړي وایي هغه کسان یې په نښه کړي چې د وړیا ویزو پر سر له خلکو پیسې اخلي خو دغه کسان یې لا نه دي په ډاګه کړي
همداراز صالح بیا ځلې په ټینګار سره له پاکستانه غوښتي، چې د هرې ورځې د ویزو د وېش شمېر دې له دوی سره شریک کړي. تر اوسه کابل کې د پاکستان سفارت د امرالله صالح د یادې غوښتنې په تړاو څه نه دي ویلي