
د وروستیو راپورونو له مخې اروپا کې یو ځل بیا د کورونا وبا مثبتې پېښې ډېرې شوي دي چې اوس مهال اروپا کې د هرې ورځې په تېریدو له 240 زرو نه ډېر کسان په دغه وبا باندې اخته کېږي
جرمني وروسته له هغه د کورونا وبا د مخنیوي په موخه محدودیتونه لګولي، چې په ټوله اروپا کې د کورونا ویروس په پېښو کې 10 میلیونه ډېروالی راغلی چې ورسره سم نورو اروپايي هېوادونو هم محدویتونه ډېر کړي دي