وروستي خبرونه

د نورو انسانانو او افغانانو د وینو توپیر! | لیکنه: عصمت تره کی

90

په تونس کې د ښاروالۍ کارمندې یو غریبکار(بوعزیزي) ته سپکاوی وکړ، هغه ځان وسوځاوه، له دې سره عرب پسرلی پیل شو او څو حکومتونه ړنګ شول

په امریکا کې د هغه تک تور، بدرنګه جورج فلویډ وینو د امریکا تر ټولو ځواکمن حکومت ولړزاوه

د سپټمبر په یوولسمه د امریکایانو ویني تويي شوي، امریکا د ټولې نړۍ په وړاندي جګړه اعلان کړه، ټوله نړۍ یې په متحدینو او مخالفینو وویشله او دې وینو نړۍ تغیر کړه

همدارنګه په اتریش کې د فرانتس وینه تویه شوه، د صربستان په وړاندي يې جګړه اعلان کړه او له دې سره لمړۍ نړیواله جګړه پیل سوه

خو موږ تر یو نیم میلیون زیاد ووژل سو، همدومره معیوب سو، مهاجر سو. تر اوسه ولاکه په ځمکه یوه خاشه ښوریدلي وي. په جومات، پوهنتون، جنازه او هر ارزښت برید وسو. د ځوان، ماشوم، سپین ږیری، ښځي او هر قشر وینه تویه سوه. نه تر اوسه دچا احساسات راوپاریدل او نه چا په جرأت وغندل. یو لکه مږ مړ سي، نور یې د قاتل نوم هم په زوره نشي اخیستلای. بس له شا ویتې خولي پسي ونیسي لاسونه پورته کړي: (خدای دې شادت کبول که!) ځغله تا دا منتېک…              ؛

سهار خپل قصاب ته غوړه ډوډۍ ورکړي؛ د ورځې یې هغه نمک حرامه سپک کړي او ویې وژنې، ماښام بیا ټيټي سترګې پسي ولاړ وي. شملي یي هم جګې جګې درولي وي، د غیرت او ننګ ټيکه داران هم دوۍ دي. په وینه دې ننګ ونکړ، په ارزښت دې ننګ ونکړ؛ څلویښت کاله خپل قصابان درباندي مسلط دي، په زور ډوډۍ هم درنه وخوري، و دې هم وژنې، پسي سپک دې هم کړي

دا غیرت او ننګ مو نو لا څه وخت ته ساتلی؟ نه مو ویني ته چا ارزښت ورکړ، نه انساني کرامت ته؛ په ذلت کې پيدا سو، د روبوټانو په څېر یې ولوبولو او په ذلت کې مړه کېږو. د خپلي ږېري واک نلرو، په نس ماړه نه یو، له شرمه په ټوله ځمکه ځای نلرو، بس خپل صفت ته مو کش ورکړی وي. دې د محافظه کارۍ او ذلت ژوند ته لا خوشاله هم موږ یو. آخر دا احساسات به څه وخت راپاریږي؟ دا غیرت او ننګ به څه وخت په کاریږي؟ څه وخت به زموږ وینه ارزښت پیدا کوي؟ څه وخت به نور د سړو په سترګه راته ګوري؟ لعنت په دې سرټیټي ژوند!

ژوند دې یوه ورځ وي، خو جګ سر دې وي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008