وروستي خبرونه

د ننګرهار یو شمېر استازو د ملي امنیت شورا له سلاکار سره هېواد کې په وروستیو ناامنیو خبرې کړي دي

 په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې ارین یون او د دې ولایت یو شمېر نورو ټولنیزو شخصیتونو، ذبیح الله زمري، جنرال سیداغا ثاقب، عبدالبصیر سباوون، حاجي محمد یونس خان، سیداغا حلیمزي، حاجي معراج الدین معراج، ډاکټر نجیب الله صاحب زاده ، ډاکتر ناصر خان او حاجي محمد ادریس خوګیاڼي د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب سره په هېواد کې ورستیو ناامنیو په ځانګړي توګه په ننګرهار کې د روان امنیتي وضعیت، برېښنا، اختطاف، د چارواکو د اوږدې سرپرستۍ، د کابل – جلال اباد دویم سړک او نورو ګڼو ستونزو په اړه خبرې کړي دي او د ملي امنیت شورا له سلاکاره یې د هغو د حل غوښتنه کړې

په ورته مهال ډاکټر حمدالله محب د ننګرهار استازو ته ډاډ ورکړی چې د یادو ستونزو حل کې به د مرسته وکړي، همدارنګه محب په هېواد کې شته ستونزې مني او د حل لپاره یې ډاډ ورکوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008