سه شنبه. Jun 2nd, 2020

ژوندون

نړیوال راډیو ټلوېزیون

عطاء محمد نور له ولسمشر غني سره کتلي دي

ځینو سرچینو ژوندون ته ویلي، چې د یکشنبې ورځ نهه بجې د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټاکنو کې د روانو ناندریو او یو شمېر نورو مسایلو په اړه لیده ـ کاته کړي دي.

د دغو لیدنو په اړه ډېر جزیات نه دي په ډاګه شوي، خو دې وروستیو کې د ټاکنیزو پایلو له اعلان سره سم ډاکټر عبدالله د پایلو له منلو انکار وکړ او ځان یې د بایومتریک شویو رایو له مخې ولسمشر وباله.

عطاء محمد نور چې د ډاکټر عبدالله له ډلې یې لارې جلا کړي، د ټاکنو پرمهال یې هم د نوموړي له ملاتړه لاس اخیستی وو.

تر اوسه کومې رسمي سرچینې دغه خبر نه دی تایید کړی.

( ټول لیدونکې 1،593 , د نن ورځي لیدونکې 1 )