وروستي خبرونه

اوچا: په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله له بېځایه شوو کسانو سره بشري مرستې کوي

74

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله له بېځایه شوو کسانو سره بشري مرستې کوي

دغه اداره وایي په هلمند کې زرګونه کسان د وروستیو جګړو له امله بېځایه شوي، خو دوی له نږدې لس زره کسانو سره بشري مرستې کوي. د دوی په خبره چې مرستندویه هېوادونو ورسره د لا ډېرو همکاریو ژمنه کړې ده او ټاکل شوې چې له نورو زیانمنو شویو او بېځایه شویو کورنیو سره هم د دوی مرستې ادامه وکړي

د اوچا په راپور کې راځي چې په لومړي سر کې په لښکرګاه کې ۹۶۰۰ بېځایه شوو کسانو ته بشري مرستې کوي. تر دې وړاندې رسنیو ویلي وو چې په لښکرګاه کې د جګړو له امله تر ۴۰ زره پورې کسان بېځایه شوي او بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008