وروستي خبرونه

روان تاوتریخوالی دې ژر تر ژره کم کړل شي، څو د سولې روان بهیر زیانمن نه کړي

73

 افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي د لغمان، غور او هلمند ولايت له واليانو سره د امنیتي وضعيت او د سولې په اړه خبرې کړې دي او ډاډ يې ورکړی، چې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي

پونټیکورو ويلي، چې تاوتریخوالی د سولې پروسه له خطر سره مخ کوي او بايد سمدستي کم شي. سټیفانو پونټیکورو همداراز د غور له والي سره د ياد ولايت د امنيتي ننګونو په اړه خبرې کړې دي او ويلي يې دي چې ناټو غور ولايت کې د سولې او امنيت په اړه د افغان امنيتي ځواکونو له هڅو ملاتړ کوي

د ناټو په خپرو شويو ټوېټونو کې دغه راز ليکل شوي، چې د ياد سازمان ملکي استازي د هلمند له والي جنرال محمد یاسین سره د ياد ولایت امنیتي او بشري وضعیت په اړه خبرې کړې دي او ډاډ يې ورکړی، چې ناټو په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008