وروستي خبرونه

افغان حکومت دې د امانویل مکرون د څرګندونو په تړاو کابل کې د فرانسې سفارت وتړي

72

 د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون له لوري خوږ پیغمبر حضرت محمد ص ته کړی سپکاوی وغنده او زیاته يې کړه، چې دغه سپکاوی له اسلام سره د نوې جګړې پیلول دي

د مکرون د څرګندونو پر ضد د افغانستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو کې لاریونونه شوي او لاریون کوونکو دغه خبرې ټول بشر ته سپکاوی یاد کړی. د حکمتیار پلویانو په یوه اعتراضیه ناسته کې د فرانسې بیرغ ته اور اچولی او له حکومت يې وغوښتل، چې د مکرون د څرګندونو په تړاو دې کابل کې د دې هېواد سفارت وتړي او ډیپلوماټیکې اړیکې دې ورسره پرې کړي

وروسته له هغه، چې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د اسلام خوږ پیغمبر حضرت محمد ص ته سپکاوی وکړ، د افغانستان په ګډون د ټولو اسلامي هېوادونو غبرګونونه يې راوپارول او د دې څرګندونو پر ضد يې لاریونونه پیل کړي دي. د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د مکرون له لوري حضرت محمد ص ته شوی سپکاوی وغنده او زیاته يې کړه، چې دغه سپکاوی له اسلام دین سره د نوې جګړې پیلولو په مانا ده. په کابل کې په یوه اعتراضیه ناسته کې د ګلبدین حکمتیار پلویانو د فرانسې بېرغ ته اور واچوو او پر حکومت يې غږ وکړ، چې د مکرون د څرګندونو په تړاو دې کابل کې د دې هېواد سفارت وتړي او اړیکې دې ورسره پرې کړي

د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون د څرګندونو پر ضد د افغانستان په ګډون ګڼو اسلامي هېوادونو کې لاریونونه شوي او لاریون کوونکو د مکرون دغه سپکاوی ټول بشر ته سپکاوی بللی. د مکرون له لوري د اسلام سپېڅلي دین پیغمبر حضرت محمد ص ته له سپکاوي وروسته ملي شورا هم د فرانسې د ولسمشر د څرګندونو په اړه د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله چوپتیا وغندله او ترې غوښتنه يې وکړه، چې دغه هېواد سره دې اړیکې پرې کړي، خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي. نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008