وروستي خبرونه

د روان کال تر پایه ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو طرحه نه لري

71

 د امریکا د ولسي جرګې د دفاعي کمېټې مشر، ویلي چې د روان ۲۰۲۰ ز کال تر پایه د دغه هېواد ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لري

د نوموړي په وینا، سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت تراوسه کانګرس ته داسې کومه طرحه نه ده استولې، چې ګنې امریکایي ځواکونه دې د روان کال تر پایه افغانستان پرېږدي، خو تمه ده چې امریکایي سرتېري کرار، کرار له افغانستان ووځي

نږدې یوه میاشت مخکې د امریکا ولسمشر ویلي و، له افغانستانه به خپل ټول سرتېري د روان کال تر پای په بشپړ ډول وباسي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008