وروستي خبرونه

د اسلامي نړۍ ترڅنګ هېواد کې هم د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد ورځ په بېلابېلو مراسمو سره ونمانځل شوه

69

نن د کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په ډېرو جوماتونو کې د میلاد النبي په مناسبت خلکو غونډې جوړې کړې وې او دیني عالمانو خلکو ته د پیغمبر (ص) د ژوند، سیرت، اخلاقو او رحلت په اړه ویناوې وکړې

حضرت محمد (ص) څه باندې څوارلس سوه کاله وړاندې په داسې وخت کې وزېږېد، چې نړۍ د جهل اوج ته رسیدلې وه او خلک په خورا زیات بدعت او ناسمو کارونو بوخت وو. حضرت محمد (ص) د ۶۳ کلنو په عمر له دې دنیا رحلت وکړ او خپل امت ته یې د ښه او غوره ژوند کولو لپاره اسلام بیان کړل او په میلیونونو انسانانو ته یې د ژوندانه طریقې مساوات؛ د خوشبختۍ لار او په زرګونو احادیث پرېښودل، چې هر وخت او د ژوند په هره برخه کې د خلکو د ستونزو د حلولو لارې لري

د ربيع الاول دولسمه د بشريت ژغورونکي حضرت محمد ص د زوکړي له ورځي سره برابره ده . د ستر پیغمبر حضرت محمد ص د زوکړې ورځ چې هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په مختلفو ډولونو نمانځل کېږي، په کابل کې هم په ګڼو مدرسو اوجوماتونو کې د عالمانو له لوري دغه ورځ ونمانځل شوه، ترڅنګ یې په دفاع وزارت کې هم د دغې ورځې د نمانځنې پر مهال ولسمشر غني وویل، په نړۍ کې هېڅ دین یا تمدن شتون نه لري، چې ۱۸ پیړۍ وروسته یې پیروان وپېژني او اطاعت یې وکړي لکه اسلام غني وایي دا په نړۍ کې بېسارې ده، موږ ته د حضرت محمد (ص) نه یواځې فصلونه د ژوند، بلکې کرښې د ژوند په یاد دي

له دې ورځې څخه د نړۍ په ټولو اسلامي هېوادونو په تېره بیا افغانستان کې نمانځنه کېږي او دیني عالمان په جوماتونو کې د محمد مصطفی ص د لوړ شخصیت په اړه ویناوې کوي، تر څو د ستر پیامبر له کړنو ګټه پورته او په خپل ژوند کې د نیکمرغۍ لار ولټوي. همداراز دیني عالمانو د فرانسې د ولسمشر امانویل مکرون له لوري محمد ص ته کړی سپکاوی هم وغانده او دا یې ټول بشر ته سپکاوی وګاڼه

که څه هم څو ورځې وړاندې د ولسي جرګې یو شمېر غړو د فرانسې د ولسمشر د وروستیو څرګندونو په اړه غني چوپتیا وغندله او له دغه هېواد سره یې د اړیکو پر پرې کولو هم ټینګار کړی و، خو د نبي کریم ص د زوکړې د مراسمو په نمانځنې کې هم یو شمېر دیني عالمانو له ولسمشر غني په کلکه وغوښتل چې د امانویل مکرون د وروستیو څرګندونو په تړاو دې کابل کې د فرانسې سفارت وتړي او اړیکې دې ور سره پرې کړي

شاوخوا۱۴۰۰ او ۴۰ کاله وړاندې په عربي ټاپو کې چې خلکو يې په تياره کي ژوند کاوه، د ۵۷۱ ز کال د دوشنبې په شپه د عبد الله بن عبدالمطلب او بي بي امنې په کور کي يو ماشوم وزېږېد او نوم يې پرې احمد کېښود 

احمد قريشي په پنځه ويشت کلنۍ کي له بي بي خديجې سره واده وکړ او په څلوېښت کلنۍ کې د لوی او سپيڅلې خدای له لوري په پيغمبرۍ مبعوث شو او د پيغمبرۍ په ۲۳ کلنه دوره کې قران عظيم الشان پرې نازل شو او د اسلام د خوراوي په موخه يې ۳۰ غزاوې او جګړې وکړي او د ۶۳ کلو په عمر يې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې 

میوند سالارزی

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008