وروستي خبرونه

خلیلزاد او سکاټ مېلر د افغان سولې په اړه له ملا برادر سره کتلي دي

65

 په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند ډاکټرنعیم وایي، زلمي خلیلزاد او سکاټ مېلر د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر سره د د دوحې د هوکړې د ماتې پرعواملو، هېواد کې د تاوتریخوالي پر ډېرښت او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړي دي. د نوموړي په خبره په دې لیدنه کې ټینګار شوی، چې د دوحې هوکړه باید عملي شي

ډاکټر نعیم د تاوتریخوالي د ډېرښت عوامل پرخوشې شویو بندیانو چاپې وهل، د افغان حکومت له لوري یرغلیز بریدونه، زندانیان ځورول او د طالبانو اجسادو ته سپکاوی یاد کړي دي. که څه هم تر دې وړاندې خلیلزاد له دواړو لورو غوښتي وو، چې د تاوتریخولي پر کمښت سره د سولې خبرې چټکې کړي خو تر دې دمه یې د دې ناستې په تړاو یې رسنیو ته څه نه دي ویلي

دا په داسې حال کې ده، چې د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په خپله تازه خپره شوې مقاله کې امریکا د افغانستان سولې په اړه په بې پروایۍ تورنه کړې او له نړیوالو یې د عملي ګامونو اخیستلو غوښتنه کړې ده

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008