وروستي خبرونه

له خپلو صلاحیتونو ناخبرو وکیلانو د شخصي ګټو لپاره خوشحال سعادت څارنوالۍ ته ورپېژندلی

59

 د ولسي جرګې یو شمېر غړو څارنوالۍ ته د جنرال خوشحال سعادت د معرفۍ په اړه غبرګون وښود او زیاته يې کړه، چې له قانونه ناخبره ځینو وکیلانو له ځانونو څارنوالان جوړ کړي او د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون کې د څارنوالانو دندې مخته وړي

ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې آرین یون وايي، ځینو وکیلانو ته دې له قانون او د ولسي جرګې د کورنیو دندو اصولو څخه د خبرېدو په تړاو دې سیمینارونه جوړ شي، ترڅو په قانون پوه شي. بل خوا د عامه ساتنې ملي تصدۍ اداره بیا زیاتوي، چې ولسي جرګه په داسې دلایلو سره دا صلاحیت نه لري، چې سعادت څارنوالۍ ته وروپېژني

وروسته له هغې، چې د ولسي جرګې کورني امنیت کمېسیون د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ مشر جنرال خوشحال سعادت څارنوالۍ ته معرفي کړ ګڼ غبرګونونه يې راپورته کړل. په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازې آرین یون وايي، له قانونه ناخبرو ځینو وکیلانو ته دې له قانون او د ولسي جرګې د کورنیو دندو اصولو څخه د خبرېدو لپاره سیمینارونه جوړ شي، ترڅو په قانون او اصولو پوه شي

د ولسي جرګې غړو څارنوالۍ ته د جنرال خوشحال سعادت د معرفي کېدو په اړه زیاتوي، چې وکیلان دې له خپلو صلاحیتونو پورته داسې غېري قانوني کړنې نه ترسره کوي، چې د ولس د کور حیثیت او آبرو زیان رسوي. د ارین یون په خبره د ګوتو په شمېر وکیلانو د شخصي ګټو لپاره ملي ګټو ته ژمن جنرال خوشحال سعادت څارنوالۍ ته معرفي کړی، چې باید دغو وکیلانو ته د قانون په اړه پوهاوی ورکړی شي. د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون د غړو په وینا سعادت يې د خپل سرو ګمارنو او کمېسیون ته د نه حاضرېدو له امله څارنوالۍ ته معرفي کړی هغه څه، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ يې ردوي

ولسي جرګه کې د پلټنې کمېسیون د مشر شاه پور حسن زي او روغتیا کمېسیون د غړي یار باز حمیدي ترمنځ له دې امله فزیکي شخړه هم وشوه، چې جرګې غوښتل هرات ته حقیقت موندونکی پلاوی ولېږي، ترڅو هلته معلومه کړي، چې د کورونا بودیجه کې فساد شوی که نه او حکومت څنګه د فساد په تور ۲۱ کسان څارنوالۍ ته معرفي کړي دي

نذیر شینواری

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008