وروستي خبرونه

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان او ایران د افغان سولې او تاوتریخوالي د کمولو ملاتړ کړی

57

 د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د جګړو د درولو غږ کړی دی او ویلي یې دي، چې په افغانستان کې ښکېلې خواوې باید جګړو ته د پای ټکی کېږدي او پر ځای دې د سولې لار خپله کړي

د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان یو ځل بیا ویلي، چې په افغانستان کې اوسنی تاوتریخوالی او ملکي مرګ ژوبله بوږنوونکې ده. په ورته وخت کې افغان حکومت بیا د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان له دې دریځ هرکلی کړی دی. د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې یاد سازمان تل په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې ده او د افغانانو مرګ ژوبله یې غندلې ده، چې افغان حکومت یې د دريځ هرکلی کوي

په ورته مهال ایراني چارواکو په افغانستان کې د سولې او دغه راز له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو ملاتړ کړی دی. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو دا څرګندونې په دغه هېواد کې له افغان سفیر غفور لېوال سره په لیدنه کې کړې دي. هغه په افغانستان کې څلوېښت کلنې جګړې ته په اشارې ویلي، دوی په افغانستان کې د جګړې خلاف دي. د یادوني وړ ده، چې له دې وړاندې هم ایران له افغان سولې خپل ملاتړ کړی وو

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008