وروستي خبرونه

هېواد کې د روانې جګړې په تړاو کابل کې د تېرې ورځې فتوا په اړه طالبانو غبرګون ښودلی

54

 د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد کابل کې د تېرې ورځې هغې غونډې په غبرګون کې ویلي، چې ګڼ شمېر عالمانو هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله. مجاهد وایي د دوی جګړه به د بشپړ اسلامي نظام تر جوړېدو پورې دوام لري او هېڅوک حق نه لري دغه جګړه ناروا وبولي

د نوموړي په خبره، کابل کې چې کومو دیني عالمانو فتوا ورکړې ده فرمایشي ده او دغه عالمان درباري دي او له بهرنیانو څخه تنخواګانې اخلي. دوی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي، چې د اسلامي نړۍ د دیني عالمانو د ټولنې مشر شیخ احمد الریسوني، بنګله دېشي او دغه راز د افغانستان یو شمېر دیني عالمانو افغان جګړه ناروا بللې او زیاته کړې یې ده، چې په افغانستان کې د روانې جګړې موخه د قدرت تر لاسه کول دي

نظر ورکړئ

ستاسو ایمیل پته نه ښودل کېږي. اړین فیلډونه په نښه شوي *


زمونږ په هکله

ژوندون وېبپاڼه د ژوندون راډيو ټلوېزيون رسمي وېبسايټ دى. لکه څنګه چې ژوندون راډيو ټلوېزيون په هېواد کې داسې يوه ازاده رسنيزه شبکه ده، چې په هېڅ سياسي جريان، ډلې ټپلې، ګوند، کيڼو او ښي سياسي ډلو او نورو جريانونو پورې تړلې نه ده. دغسې دا وېبپاڼه هم ازاده، خپلواکه او ناپېيلې ده، چې يوازې ملي، اسلامي ارزښتونه پالي او د افغانانو د ژوند د سوکالۍ لپاره هلې ځلې کوي…


مونږ سره اړیکه

0700651008